د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د قمر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د قمر خیریه بنسټ له مشر محترم رحمت الله نوروز سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې کتنې پر مهال د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د دې وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د وزارت د مقام مشاور محترم مولوي حیات الله میوند او د یاد خیریه بنسټ ځینو مسؤلینو حضور درلود.

په دې کتنه کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په یادولو سره وویل: افغانانو په هیواد کې د څلور نیمو لسیزو په ترڅ کې ډیرې ستونزې او کړاوونه ګاللي دي او جدي اړتیا ده چې هغوی ته د مرستو رسولو زمینه برابره او په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

محترم وزیر صاحب زیاته کړه: د اسلامي امارت له لوري دې وزارت ته د پراخې بودیجې له ورکړې سره سره، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لوړ آمارو او ارقامو ته په کتو بیا هم د هغوی ستونزو ته په کافي اندازه رسیدګی نه کیږي، او له خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه مو غوښتنه دا ده چې له دې قشر سره لا زیاتې مرستې وکړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د قمر خیریه بنسټ رئیس محترم رحمت الله نوروز د یاد خیریه بنسټ د فعالیتونو او کړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د قمر خیریه بنسټ د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې یتیمانو او معلولینو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه به وکړي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ به دې اغیزمن قشر ته د سرپناه برابرولو، کاري فرصتونو، د خوراکي توکو وېش او همدارنګه د تحصیلي بورسونو په برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

د دې کتنې پر مهال د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست د یاد خیریه بنسټ له مشر سره په دې وزارت کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو ارقام شریک کړل او له هغه یې وغوښتل تر څو یتیمانو او معلولینو ته د دې وزارت سره په همغږۍ د حرفوي زده کړو، خوراکي توکو وېش او د ژمنېو توکو د چمتو کولو زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې محترم مولوي ثناءالله فرقاني هم د یتیمانو او معلولینو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې او د یاد خیریه بنسټ له مشر څخه یې وغوښتل چې د یتیمانو او معلولینو اساسي اړتیاوو پاملرنه وکړي او هغوی ته د اقتصادي ودې او ځان بساینې په برخه کې پروګرامونه په لاره واچوي ترڅو هغوی له اقتصادي له پلوه په ځان بسیا او ستونزو ته یې د پای ټکی کېښودل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۳:۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او خوندیتوب په موخه، د افغانستان لپاره د إنارة خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند د نواحیو او ولسوالېو پر زر (۱۰۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د یتیمانو، کونډو او معلولینو په نوي الکټرونیکي سیسټم کې د اصلاحاتو پروسه د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم محترم رئیس مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ په رسمي ډول پیل شوه.

په همدې موخه د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په محترم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ایم آی اس آمر محترم الله محمد دوست، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د څه باندې اووه نوي میلیونه (۹۷) افغانيو په ارزښت د (HHRD) مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د (HHRD)مؤسسې سره د (۹۷) میلیونه، (۴۷) زره او. . .

BACK TO NEWS