د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له عمومي رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۵:۵۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له عمومي رئیس محترم مفتي شهزاد نور راشد سره وکتل.

په دې کتنه کې د هغو پیچلیو اداري پروسو د ساده کولو په تړاو بحث وشو چې څه موده وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي ریاست له لوري په دې وزارت کې ترسره شوې وې.

د دې کتنې پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي ریاست د اړوندو څانګو رئيسانو حضور درلود.

د دې کتنې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په دې وزارت کې د پیچلیو اداري پروسو د ساده کولو په مؤثریت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا وزارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو لپاره جوړ شوی چې هغوی د نورو کسانو په پرتله لاسنيوي ته ډیر ضرورت لري او لازمه ده چې هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وویل: د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو دعا د نظام د پایښت او بقا لپاره لویه ذریعه ده او موږ د شهیدانو او معلولینو قربانۍ هیڅ وخت نه دي هېرې کړي او هڅه مو دا ده چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړو.

په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رئیس محترم مفتي شهزاد نور راشد د یاد ریاست د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د عمومي ریاست اساسي او بنیادي کار دا دې تر څو په اداري چارو کې شته ستونزې حل او د یاد ریاست دنده ده چې مسلکي کسان په دندو وګوماري او هغه کسان چې د اداري چارو د ترسره کولو په برخه کې نیمګړتیاوې لري د هغوی لپاره د ظرفیت د لوړونۍ په موخه روزنیز پروګرامونه دایرکړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په یاد وزارت کې د اداري چارو د ساده کولو او بیروکراسۍ د له منځه وړلو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: په دې وزارت کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم تر ډیرې کچې پیچلې اداري پروسې ساده شوې، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د تثبیت او ثبت او هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړې نوې طرحه جوړه شوې او هغو برخو کې چې نیمګړتیاوې موجودې وې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د عمومي ریاست د اداري پروسو د ساده کولو ټیم سره په همغږۍ یادې برخې اصلاح، اوږدې پروسې لنډۍ او بیروکراسۍ له منځه یوړل شوه.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په دې وزارت کې د پيچلېو اداري پروسو د ساده کولو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري راغلي ټیم تر ډیره کچه په مراجعین محورو برخو کې کار وکړ او کومې اداري پروسې چې اوږدې وې هغه یې را لنډې کړې چې د هغې سره به تر ډیره حده  یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي ریاست سره په همغږۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونۍ په موخه په بېلابېلو برخو کې روزنیز ورکشاپونه، سیمینارونه په لاره اچولي او د کمپیوټر د پروګرامونو د زده کړو په برخه کې هم یو کمپیوټر لب جوړ کړې چې دمګړۍ د وزارت کارکوونکو ته پکښې زده کړه ورکول کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

BACK TO NEWS