د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پلاوي د دیټابیس ریاست د کړنو هر اړخیزه ارزونه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۸:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د دیټابیس ریاست د ټولو اړوندو څانګو کړنې او فعالیتونه وارزول شول او د یاد ریاست ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه د ټاکل شوي هیئت لخوا وڅیړل شول.

 همداراز د دیټابیس ریاست اړوندې ستونزې د یاد پلاوي سره شریکې شوې.

د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ،کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو  وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې وڅیړل شي.

د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS