د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دخدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ مرستیال ښاغلي شیخ عبدالحکیم په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو د رییسانو په شتون کې ترسره شوه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو او ملاتړ مرستیال ښاغلی شیخ عبدالحکیم په پیل کې وویل: د معلولینو د تثبیت پروسه 75 سلنه پای ته رسېدلې ده.
همدارنګه ښاغلی شیخ عبدالحکیم د شهیدانو د ورثې د ثبت او تثبیت د کړنلارې د جوړولو لپاره یوه کمیټه وټاکله. د دې کړنلارې په جوړولو سره به د شهیدانو ورثې په اسانه او رڼه توګه تثبیت او ثبت شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل د یاد ریاست د ټلیفوني اړیکو مرکز (کال سنټر) د ګټو په اړه بحث او خبرې وکړې او د وزارت له درانه مقام څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دا مرکز بېرته فعاله کړي او د دې مرکز په فعاله کولو سره به د شهیدانو ورثه او معلولیت لرونکي وګړي وکولای شي د خپلو حقوقو په هکله په اسانۍ سره کره معلوماتو ته لاسرسۍ پیدا کړي.
د غونډې په پای کې یوه کمیټه وټاکل شوه چې د یاد وزارت اړوندې لوحې او بلبوردونه به وګوري او په اسلامي اصولو سره سم به ولیکل شي.
