د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د بهرنيو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې رئیس محترم مصطفی کامه وال ترمنځ لاسلیک شو، پر اساس به یې په ننګرهار ولایت کې د یوه کال په لړ کې (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته په اووه پړاوونو کې د شپږ (۶) ډوله بېلابېلو خوراکي توکو مرستې چمتو او ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه د اوو میاشتو په موده کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به پلې شي.
