سمنګان ولایت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس سفر
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، په دې پلاوي کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکی محترم مولوي سخي جان هم شامل دي.
محترم مولوي محمد امین دروېش د دعوت او ارشاد ریاست اړوند د تعلیمي نصاب په عملي کیدو ټینګار وکړ او د دعوت او اشاد د چارو په هکله یې کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز یاد پلاوي د سمنګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
د یادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د سفر اصلي موخه دا وه چې په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو کې د دعوت او ارشاد فعالیتونه له نږدې وارزوي او هغه برخې چې ستونزې لري وپیژني او ورته رسیدګي وشي.
