بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ ګيله سيمې ته یې د سفر پر مهال یو شمېر د شهیدانو کورنې له نږدې ولیدلې، له هغوی سره یې خواخوږۍ او همدردۍ وکړه، ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او هرې کورنې سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.