په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، په دې ترتیب هر مستحق د (۳۳۵۰) افغانيو په ارزښت د اختر لپاره جامې، بوټان او ځينې نور توکي ترلاسه کړل.
د مرستو د وېش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د مؤسسې استازو شتون درلود.