د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لغمان ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې سره د (۳۷۰) زره او (۹۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه‌لیک له مخې به، په لغمان ولایت کې د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او همداراز زیانمن شویو ځوانانو له ډلې څخه (۱۰۵۰) تنو ته د مسلکي استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. په دې برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د سبزیجاتو کرنې، موبایل ترمیم، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو ترمیم او نورې اړوندې حرفې شاملې دي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې رئيس محترم محمد عاطف صبوری ترمنځ لاسلیک شو، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږې د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه انسجام په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه د یوه ملي تاجر په مالي ملاتړ پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

په بغلان ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او. . .

BACK TO NEWS