شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بشري حقوقو (SHAO) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۴) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې سره د (۴) لکه او (۱۳) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کندز ښار، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۱۰۵۰) تنو مستحقینو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د لبنیاتو تولید او پروسس او د سبزیجاتو د کرنې به برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي. همداراز یادو کسانو ته به د فراغت وروسته د کار د پيل کولو لپاره اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

سربېره پر دې، د هغو زیانمن شویو ځوانانو لپاره چې له زده کړو محروم پاتې دي، د سواد زده کړې پروګرامونه به هم پلي شي، څو په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې رئيس محترم همایون رازمل ترمنځ لاسلیک شو او د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د نه (۹) میاشتو په موده کې تطبیق شي. 

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل سره یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړتیاوې شریکې کړې او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند غور ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

BACK TO NEWS