د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئيس سره لیدنه وکړه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۴

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د یتیمانو، کونډو او معلولینو  په پېژندپاڼو کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئیس محترم مولوي فيض محمد صميم سره وکتل.

په دې لیدنه کې محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د یتیمانو، کونډو او معلولینو په پېژندپاڼو کې د نومونو او عمرونو نواقص او د موجوده اسنادو سره د فوتي کارتونو د توپیر ستونزې د احصایې او معلوماتو له رئیس سره شریکې کړې تر څو یادو برخو ته پوره پاملرنه وشي او د مراجعینو د سرګردانۍ مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې د احصایې او معلوماتو رئیس ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د يادو ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وشي، تر څو د پېژندپاڼو نواقص اصلاح او د اسنادو ترمنځ موجود توپیرونه له منځه يوړل شي او مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS