په هلمند ولایت کې (۱۰۰۰) تنه مستحق کسان له ژمنېو مرستو څخه برخمن شول
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شامل وې، ووېشل شوې.
یادې مرستې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د مؤسسې د استازو په حضور کې په شفاف ډول ووېشل شوې.
