په پروان ولایت کې پر (٤٠٠) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۱۷
mmd

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو کسانو د لاسنيوي په موخه د یوې خیریه مؤسسه سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (٤٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او پنځه ډوله نور خوراکي مواد هم شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد او د مرستندویه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي یې کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS