په پروان ولایت کې د (۴۰۰) اړمنو کسانو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۲۰

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو  کورنیو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ، د (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او ژمنۍ  مرستې شاملې وې، په منظم ډول وویشلې.

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیاز محمد هجرت د خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او له ټولو مؤسسو او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ،

د‌ مرکزي بغلان اړوند پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بشري حقوقو (SHAO) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۴) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې سره د (۴) لکه او (۱۳) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

BACK TO NEWS