په زابل ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو څخه (۹۸) تنه زده کوونکي فارغ شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۳۹
mmd

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست تر څارنې لاندې د HHRD مؤسسې له لوري شپږ میاشتې وړاندې  (۹۸) تنو په شرایط برابر کسانو ته چې (۳۴) تنه یې یتیمان او معلولین وو، د خیاطۍ او موبايل ترمیم په برخو کې او همداراز (۶۴) تنو کونډو ته د هغوی د اقتصادي ځان بساینې په موخه د چرګانو پالنې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې جوړ شوی وو، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د اقتصاد رئیس محترم مولوي عزت الله او د (HHRD) مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل او يو شمېر نورو کارکوونکو برخه اخيستې وه.

 محترم ملا عبدالحکيم دانش د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ،  هيله څرګنده کړه، چې نورو مستحقو کسانو ته هم ورته پروګرامونه په لاره واچول شي تر څو هغوی له اقتصادي پلوه په ځان بسيا شي.

د يادونې وړ ده، چې فارغو شويو کسانو ته د خپلو اړوندو مسلکونو وسايل او ابزار هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS