شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې لارښود د نهایي کولو په موخه غونډه ترسره شوه
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد او د کارکوونکو د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د کارکوونکو د کلنۍ ارزونې لپاره د ترتیب شوي لارښود د نهایي کولو په اړه هر اړخیز بحث وشو. د ټاکل شوې کمېټې غړو د خپلو مشورو او وړاندیزونو له لارې د لارښود هغو مادو، چې اصلاح او بیاکتنې ته یې اړتیا درلوده، وڅېړلې او د لازمو اصلاحاتو له راوستلو وروسته، یاد لارښود په بشپړه توګه نهایي شو.
د یادونې وړ ده چې د کارکوونکو د ارزونې نهایي شوی لارښود به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مشرتابه له تأیید وروسته پلي شي، د یاد لارښود پر بنسټ به، د ټاکل شوې کمېټې له لوري د کارکوونکو د ترسره شویو اجراآتو، فعالیتونو او وړتیاوو کره او دقیقه ارزونه ترسره شي.