د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵) کیلوواټه بطرۍ او د (۱۱) کیلوواټه د برېښنا د بدلون او تنظیم وسیله (هایبرډ انورټر) شامل دي، چې د یوه پروګرام په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد برېښنايي سیستم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سیستم په فعالېدو سره د ریاست د برېښنا اړوند ټولې هغه ستونزې، چې تر دې وړاندې موجودې وې، هوارې شوې او مراجعینو ته به د هغوی اړوند خدمتونه او کارونه له کوم خنډ او ځنډ پرته ترسره شي.
