د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د د لمریزې برېښنا سیسټم فعاله شو

asad_admin
Tue, Sep 01 2026 8:56 AM

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د برېښنا اړتیا د پوره کولو په موخه، د (۱۸۵) زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا یو بشپړ سیستم نصب او فعال شو، په دې سیستم کې د (۱۵) کیلوواټه بطرۍ او د (۱۱) کیلوواټه د برېښنا د بدلون او تنظیم وسیله (هایبرډ انورټر) شامل دي، چې د یوه پروګرام په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد برېښنايي سیستم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سیستم په فعالېدو سره د ریاست د برېښنا اړوند ټولې هغه ستونزې، چې تر دې وړاندې موجودې وې، هوارې شوې  او مراجعینو ته به د هغوی اړوند خدمتونه او کارونه له کوم خنډ او ځنډ پرته ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS