د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکمونه، فرمانونه او د وزارت د رهبري شورا پریکړې کارکوونکو ته ابلاغ کړې.

نوموړي همدارنګه له کارکوونکو وغوښتل چې د ریاست اداري چارې په منظم او مسلکي ډول ترسره کړي، له مراجعینو سره نیک او مناسب چلند وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه ادا کړي، د بیت‌المال شتمنۍ په سمه توګه وساتي او د مراجعینو د رضایت، د خدماتو د ښه والي او د چارو د اغېزمنتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS