په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو کورنیو ته د اقتصادي ملاتړ په موخه وزې ورکړل شوې او هرې کورنۍ د وزو د ساتنو په موخه (۴۰) کیلو ګرامه خوراکي توکي هم ورکړل شول.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د ((HHRD خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS