د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یو شمېر بانکونو له استازو سره وکتل

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۳

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په یاد ولایت کې د کابل بانک، عزیزي بانک، اسلامي بانک او ملي بانک د څانګو له استازو سره وکتل، په ليدنه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش په بهیر کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو ته د رسیدګۍ، هغوی ته د ښو بانکي خدمتونو وړاندې کولو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د بانکونو استازو هم ژمنه وکړه چې یادو ستونزو ته به رسیدګي کوي او مستحقو کسانو ته به غوره او آسانه بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS