د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د اداري بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۹:۱۹
mmd

یاده اداري غونډه چې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي فیض‌الله جواد په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ولسوالیو مدیرانو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون درلود.

په دې غونډه کې محترم حاجي فیض‌الله جواد په روان مالي کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ او سروې لپاره بېلابېل ټیمونه وټاکل او د چارو د لاښه والي په موخه یې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

هغه همداراز له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې د الهي امانت په توګه اداء کړي او له هر ډول فساد، سرغړونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۲۱
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شیګل ولسوالۍ اړوند (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، همداراز د اسعد آباد ښار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ژوند د ښه والي او همداراز د هغوی څخه د دوامداره ملاتړ په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

BACK TO NEWS