د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پلټنې، څارنې او ارزونې د پلاویو له لوري د جامع او هر اړخیزو راپورونو د ترتیبولو د څرنګوالي په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۴۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو په تړاو د پلټنې، څارنې او ارزونې پلاويو د موندنو په اړه د هر اړخیزو او جامع راپورونو د ترتیبولو په موخه، د دې وزارت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه چې د دې وزارت د مقام د دفتر په ریاست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک  د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش او یو شمېر نورو آمرینو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه دا وه، هغه موضوعات چې د پلټنې، څارنې او ارزونې پلاويو په راپورونو کې بشپړ منعکس شوي نه دي، د مؤظفې کمېټې لخوا په هر اړخیزه توګه وڅېړل شول او اړوندو برخو ته لارښوونه وشوه چې یاد شوي موارد دې په خپلو راپورونو کې رعایت کړي، تر څو راپورونه په جامع، شفاف او هر اړخیز ډول ترتیب او ټول مهم ټکي په کې روښانه انعکاس ومومي.

د یادو مواردو رعایت کولو سره به د شهیدانو کورنيو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې په ښه توګه وپيژندل شي، هغوی ته به پر وخت رسیدګی وشي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته به د لاښو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS