د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۱۲۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو نغدي مرستې ترلاسه کړې

د یوه خیرخواه سوداګر له لوري د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ پر(۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې وویشل شوې چې هر مستحق ته پنځه زره (۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د دې وزارت د پرمختیائې پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د بهرنېو اړیکو او پلان ریاست استازي هم حضور درلود.