د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د یتیمانو د ملاتړ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۵۸

د همکارۍ دا هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په کابل، تخار، ننګرهار، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته اختریزې کڅوړۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، بوټان او نور اړین توکي شامل دي، ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې مجموعي لګښت (۲۹) زره او (۵۶۱) ډالره کېږي او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS