د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار له والي سره وکتل

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار له والي سره وکتل
نن سه شنبه د کب په ۲۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي د تخار له والي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق سره وکتل او د تخار د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو او غوښتنو په هکله يې ورسره خبرې اترې وکړې.
د ناستې په پيل کې د تخار والي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق په تخار کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د حقونو د ځنډ، سرپناه نشتون، زدکړو، کارموندنې، فزيکي لاسرسي او د حج سهميې په برخو کې اړونده ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شريک کړل او د وزارت له مشرتابه څخه يې په دې تړاو د پاملرنې او لاسنيوي غوښتنه وکړه.
د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د تخار ولايت د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو د هواري په موخه له سيمه ييزې حکومتوالۍ سره د همغږۍ پر زياتولو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د اسنادو او وثيقو د څيړنې او ارزونې کميسيون لخوا د اسنادو کتنې پروسې تر بشپړيدو وروسته به، د تخار ولايت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه کېږي او د هغوی پاتې حقوق به له پلان سره سم په ټاکلي وخت حواله کېږي.