د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۴

یادې مرستې چې د (IHH) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د‌ شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، په هغه کې د (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره بېلابېل خوراکي توکي او همداراز د (۴۰۰) نورو مستحقو کسانو لپاره ژمنۍ البسه ځانګړې شوې وه.

د‌ مرستو د وېش پر مهال محترم سید فضل الدین آغا حامد د مرسته کوونکې مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند غور ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

BACK TO NEWS