د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Sun, Aug 09 2026 2:57 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه، د بېړنیو حالاتو پر وخت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې (HHERO) مؤسسې سره د (۱۸۲) زره او (۹۷۰) ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یتیمانو (۱۵۰) کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي او حرفوي زده‌کړې ورکړل شي. د پروګرام په پای کې به د کار د پیل په موخه اړین وسایل هم له دوی سره مرسته وشي، څو هغوی وکولای شي د دغو امکاناتو په کارولو سره اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د یادې مؤسسې رئیس محترم محمد قسیم توخي ترمنځ لاسلیک شو.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو اړتیاوو او ستونزو ته په اشارې سره وویل، د ټولنې دې باعزته قشر ته خدمت کول او د هغوی ستونزو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه د ټولو ګډ انساني مسؤلیت دی، له ټولو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې وغوښتل، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په نږدې همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د اقتصادي ځان‌بسیاینې، ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو او نورو ټولنیزو خدمتونو په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

په ورته وخت کې د یادې خیریه مؤسسې مسؤل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ترسره شوې هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې یاده مؤسسه به د یتیمانو د اقتصادي ځان‌بسیاینې، زده‌کړو، مسلکي مهارتونو او نورو اړوندو برخو کې له وزارت سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژه به د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ، د یوه کال په موده کې پلې شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS