د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
Sat, Nov 15 2025 9:45 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د تخار ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالرحمن او د یاد ریاست پخواني رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر هم حضور درلود.

د معرفی په غونډه کې محترم مولوي محمد امین درویش تغییر او تبدیل په ادارو کې یو اصل وباله او زیاته یې کړه: په هېواد کې اسلامي نظام په ډیرو قربانیو رامنځته شوی او باید د شهیدانو کورنيو او معلولینو قربانۍ هېڅکله هم هېرې نه کړو او د دې نظام په ساتنه او پرمختګ کې باید بشپړه هڅه وکړو.

همداراز د دعوت و ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو نوي رئیس ته  په چارو کې د بریالیتونو هیله څرګنده کړه، محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د یتیمانو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی حقوق ضایع نه کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS