د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.
د معرفي په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د تخار ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالرحمن او د یاد ریاست پخواني رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر هم حضور درلود.
د معرفی په غونډه کې محترم مولوي محمد امین درویش تغییر او تبدیل په ادارو کې یو اصل وباله او زیاته یې کړه: په هېواد کې اسلامي نظام په ډیرو قربانیو رامنځته شوی او باید د شهیدانو کورنيو او معلولینو قربانۍ هېڅکله هم هېرې نه کړو او د دې نظام په ساتنه او پرمختګ کې باید بشپړه هڅه وکړو.
همداراز د دعوت و ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتونو هیله څرګنده کړه، محترم مفتي عبدالاحد مسعود د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د یتیمانو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی حقوق ضایع نه کړي.
