د استوګنیزو نمرو او کاري غرفو وېش باید روڼ او عادلانه وي

content_admin
Sun, Feb 02 2020 10:07 AM
mmd

د استوګنیزو نمرو او کاري غرفو وېش باید روڼ او عادلانه وي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو رییس وحید الله صافي د وزارت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په لارښوونه د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته سفر وکړ او د ولایت والي، ښاروال او د شهیدانو او معلولینو چارو آمر سره ولیدل.

ښاغلي صافي په یاد ولایت کې د شهیدانو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو او کاري غرفو په وېش کې ولایتي ادارې څخه د روڼتیا ساتنې او د ستونزو د حل په برخه کې د هغمږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه وویل چې په یادو برخو کې باید روڼتیا او مساوات ته جدي پاملرنه وشي. ولایتي چارواکو په ټولو برخو کې د روڼتیا، عدالت او همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي صافي د سفر پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت له څخه هم لیدنه وکړه او د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه یې مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې، وویل چې په ټولو چارو کې باید روڼتیا، عدالت او مساوات ته پام وشي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS