د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلو کارکوونکو د مالي تمویل په موخه له پښتنې بانک او عزیزي بانک سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
Tue, Sep 08 2026 8:47 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم وزیر صاحب الحاج ملا عبدالمجید آخند د دې وزارت د کارکوونکو د مالي اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، له پښتنې بانک او عزیزي بانک له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د پښتنې بانک مرستیال محترم مفتي محمد ابوالخیر، د عزیزي بانک د هیئت عامل مشر محترم خان الله یوسفزي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش حضور درلود.

د یاد هوکړه لیک له مخې د وزارت کارکوونکي کولای شي د خپلو اړینو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پښتنې بانک څخه د بیع مرابحې پر بنسټ مالي تمویل ترلاسه کړي. ترلاسه شوې پیسې به د هوکړې له شرایطو سره سم، د کارکوونکو له معاشونو څخه په ټاکلو میاشتنیو قسطونو کې بېرته د عزيزي بانک له لارې حواله کېږي.

د دې مالي تمویل پروسه به د کارکوونکو د اړتیا او د هغوی د غوښتنې پر اساس د یوه کال، دوو کلونو او پنځو کلونو په موده کې ترسره کېږي.

د هوکړه لیک د لاسلیک موخه دا ده چې د وزارت کارکوونکو ته د مالي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اسانتیا رامنځته شي، څو هغوی وکولای شي خپلې اړینې مالي اړتیاوې په مناسب او منظم ډول حل کړي او ترلاسه شوې پیسې د معاشونو له لارې په تدریجي ډول بېرته ادا کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS