د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلو کارکوونکو د مالي تمویل په موخه له پښتنې بانک او عزیزي بانک سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۴۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم وزیر صاحب الحاج ملا عبدالمجید آخند د دې وزارت د کارکوونکو د مالي اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، له پښتنې بانک او عزیزي بانک له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د پښتنې بانک مرستیال محترم مفتي محمد ابوالخیر، د عزیزي بانک د هیئت عامل مشر محترم خان الله یوسفزي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش حضور درلود.

د یاد هوکړه لیک له مخې د وزارت کارکوونکي کولای شي د خپلو اړینو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پښتنې بانک څخه د بیع مرابحې پر بنسټ مالي تمویل ترلاسه کړي. ترلاسه شوې پیسې به د هوکړې له شرایطو سره سم، د کارکوونکو له معاشونو څخه په ټاکلو میاشتنیو قسطونو کې بېرته د عزيزي بانک له لارې حواله کېږي.

د دې مالي تمویل پروسه به د کارکوونکو د اړتیا او د هغوی د غوښتنې پر اساس د یوه کال، دوو کلونو او پنځو کلونو په موده کې ترسره کېږي.

د هوکړه لیک د لاسلیک موخه دا ده چې د وزارت کارکوونکو ته د مالي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اسانتیا رامنځته شي، څو هغوی وکولای شي خپلې اړینې مالي اړتیاوې په مناسب او منظم ډول حل کړي او ترلاسه شوې پیسې د معاشونو له لارې په تدریجي ډول بېرته ادا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  مفتي فیصل خاموش په مشرۍ د یاد ریاست اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۸
Background image

په ارزګان ولايت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ارزګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وویشلې چې هر مستحق (۴۰۴۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

یادې مرستې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د فني او مسلکي زده کړو د برابرولو په موخه د اسلامي هوساینې مؤسسې سره د (۸۵) زره او (۵۷۹) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې. . .

BACK TO NEWS