د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل خاموش په مشرۍ د یاد ریاست اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د ترسره کېدونکو فعالیتونو او کړنو د پر وخت انعکاس، د اړوندو برخو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو، همداراز د کال سنټر له لارې د یتیمانو د کورنیو او معلولینو د اړیکو پر وخت ځوابولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په ترڅ کې کارکوونکو د نشراتي پوښښ د لا ښه والي او د چارو د لا اغېزمنتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل خاموش د کارکوونکو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او پرمختګ په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
