د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Aug 25 2026 11:04 AM

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي میراحمد منیر په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي میر احمد منیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی وروستی حکم کارکوونکو ته ابلاغ کړ، چې په کې په جماعت سره د لمانځه د اداء کولو، د خولۍ او لنګوټې پر سر کولو او نورو اړوندو لارښوونو په اړه دی. نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې یاد حکم په جدي توګه عملي او په خپل کاري چاپېریال کې ورته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي همدارنګه له کارکوونکو وغوښتل چې د ریاست اداري چارې په منظم او مسلکي ډول ترسره کړي، له مراجعینو سره نیک او مناسب چلند وکړي، سپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه ادا کړي، د بیت‌المال شتمنۍ په سمه توګه وساتي او د مراجعینو د رضایت، د خدماتو د ښه والي او د چارو د اغېزمنتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS