په کندهار ولایت کې پر (۱۰) تنو مستحقو کسانو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

asad_admin
Sat, May 09 2026 10:12 AM
mmd

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل.

مستحقو کسانو ته د زرنج نقلیه وسایطو د وېش پر مهال د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د خیریه مؤسسې له مرستو یې خوښي څرګنده کړه چې د یادو بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی او ملاتړ یې کړی دی.

نوموړي همداراز د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې یاد ریاست هڅه کوي ترڅو د هغوی لپاره د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS