د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, Feb 24 2026 9:26 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د یو میلیون (۱۶) زره او (۵۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په غزني او زابل ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو (۱۹۰) مستحقو کورنیو لپاره (۷) ډ‌وله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي او هره کورنۍ به د (۵۳۵۰) افغانیو په ارزښت مرستې ترلاسه کړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو، د یوې میاشتې په موده کې به د زابل او غزني ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS