د کابل ولایت اړوند پر (۲۴۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

asad_admin
Sun, Jan 04 2026 9:20 AM
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د رسیدګي په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۲۴۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې ووېشلې.

په دې مرستو کې چې د هر مستحق لپاره کمپلې او (۵۶۰) کیلو ګرامه د سون لرګي شامل وو، په عادلانه او منظم ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شوې، تر څو د ژمي په موسم کې د هغوی ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وشي.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د یاد ریاست آمر محترم ملا محمد نعیم انعام، د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمید الدین یولداش او د پروژو څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم حکمت الله بدري هم شتون درلود.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS