تخار ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Sat, Nov 29 2025 9:42 AM
mmd

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو (۴۰۰) کورنیو ته مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.

‏ د مرستو د وېش پر مهال، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ملاتړ هڅې به لا پیاوړې شي او ریاست به هڅه وکړي چې ورته نورې مرستې هم برابرې کړي، تر څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

په ورته وخت کې، هغو کسانو چې مرستې يې ترلاسه کړې وې، د  اسلامي امارت، خیریه بنسټونو او همکارو ادارو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS