د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لسو یتیمانو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

asad_admin
Tue, Nov 25 2025 9:14 AM
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همغږۍ د لسو مستحقو یتیمانو د کورنیو لپاره د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې کړې چې نن د رسمي مراسمو په ترڅ کې کورونه مستحقو کورنیو ته وسپارل شول.

د یادو کورونو د پرانيستلو په مراسمو کې د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ده سبز ولسوالۍ مرستیال محترم مولوي خان زمان نصرت، د (HHRD) خیریه مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل، د څارنې او ارزونې ریاست استازي، د ده‌ سبز ولسوالۍ امنیه قوماندان او اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې پروګرام کې محترم مولوي ثناءالله فرقاني د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو او د نبوي صلی الله علیه و سلم احادیثو په رڼا کې د یتیمانو د حقوقو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، د (HHRD) خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه‌ یې د هغوی د دوامدارو همکاریو په پار مننه وکړه او د اړتیا وړ کورنیو ته یې د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې د هغوی فعالیتونه وستایل.

همداراز په دې پروګرام د (HHRD) خیریه مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او وې ویل؛ يادې مؤسسې د (۲۹) تنو یتیمانو او کونډو لپاره لس کورونه یې په ده ‌سبز ولسوالۍ کې او نه (۹) کورونه یې په ننګرهار ولایت کې جوړ کړي دي، سربېره پر دې، د کابل ښار په (۸)، (۹) او (۱۲) ناحیو کې هم د لسو نورو کورونو د جوړولو چارې روانې دي چې په دې سره د هغوی ستونزو ته تر ډېره حده رسيدګۍ شوې ده.

د یادونې وړ ده چې یاد کورونه دوه خونې، یو پخلنځی، یو تشناب او يو دهلېز لري او په بنسټیز او معیاري ډول جوړ شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS