محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په ننګرهار ولايت کې د‌ شهیدانو کورنۍ سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
Sat, Nov 22 2025 9:29 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالـحکیم حقاني ننګرهار ولایت ته یې د سفر پر مهال د هغې دردېدلې کورنۍ پوښتنې او فاتحې ته ورغی چې شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د کابل ـ ننګرهار پر لویه لار باندې د یوې دردونکې ترافیکي پېښې له امله د کورنۍ شپږ (۶) تنه غړي شهیدان او درې تنه نور یې ټپيان شوي وو.

محترم شیخ صاحب د یادې کورنۍ له غړو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، د پېښې د شهیدانو پاکو ارواحو ته یې د جنت الفردوس، ټپیانو ته یې د عاجلې روغتيا دعا وکړه او د لوی رب جل جلاله له دربار څخه یې د دې دردېدلې کورنۍ لپاره د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

همداراز د‌ محترم شیخ صاحب لخوا د یادې کورنې سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS