د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي برهان الدین حلیم د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان له لورې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د هرات ولایت مقام د دفتر رئیس محترم محمد طیب نجات، د یاد ولایت د کارکوونکو چارو رئيس محترم ملا غلام دستګير الهام او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني هم حضور درلود.
محترم مولوي کلیم الله افغان د خپلې وینا پر مهال د محترم مولوي علاؤ الدین سعد چې تر دې وړاندې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د تېرو فعالیتونو، کړنو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او د هغه مسلکي وړتیاوې، کاري تجربې، د رهبري وړتیا او د ادارې د پرمختګ لپاره یې د هغه د مثبتو برنامو یادونه وکړه او نوي رئيس ته یې د چارو په ترسره کولو کې د لاښه خدمت کولو او بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
همداراز په دې معرفي غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې پر اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې له نوي رئیس سره د چارو په ترسره کولو کې بشپړه همکارۍ او همغږۍ ولري.
د یادونې وړ ده چې محترم مولوي برهان الدين حلیم تر دې وړاندې د فراه ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
