د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شویو کړنو، اجراآتو او په خاصه توګه د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې په اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړه.
د دې ارزونې پر مهال، محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري چارو د ښه سمون، د پلان او د دندو لایحو سره سم د مسئولیتونو ترسره کولو او د نافذه قوانینو د بشپړ پليکېدو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې. نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي، د دعوت او ارشاد برخې ته هم جدي پاملرنه ولري او سپارل شوې دندې دې په منظم او د اصولو مطابق پرمخ یوسي.
همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د پر وخت او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی سره د نیک او مناسب چلند په هکله هم کارکوونکو لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تېره ورځ د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او د دعوت او ارشاد اړوند چارو څخه هم هر اړخیزه ارزونه ترسره کړې وه.