د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شویو کړنو، اجراآتو او په خاصه توګه د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې په اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې پر مهال، محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري چارو د ښه سمون، د پلان او د دندو لایحو سره سم د مسئولیتونو ترسره کولو او د نافذه قوانینو د بشپړ پلي‌کېدو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې. نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي، د دعوت او ارشاد برخې ته هم جدي پاملرنه ولري او سپارل شوې دندې دې په منظم او د اصولو مطابق پرمخ یوسي.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د پر وخت او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی سره د نیک او مناسب چلند په هکله هم کارکوونکو لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تېره ورځ د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او د دعوت او ارشاد اړوند چارو څخه هم هر اړخیزه ارزونه ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپيسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د (۷۵) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو روزنیز ورکشاپ په برياليتوب سره پای ته ورسید

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د (۷۵) تنو مرکزي او ولايتي کارکوونکو لپاره په نوي برېښنايي سیسټم کې د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي ترسره شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي د شهیدانو کورنیو د پوښتنې په موخه ارغستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، په دې سفر کې د (۶۲). . .

BACK TO NEWS