په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

asad_admin
Wed, Jul 02 2025 8:58 AM
mmd

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې هرې کورنۍ شپږ ډوله خوراکي مواد ترلاسه کړل.

د مرستو د وېش پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، چی د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې خپلی همکارۍ نه سپموي او د‌ نورو ورته مرستو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د مسؤلینو له لوري یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د‌ لازياتو اسانتياوو او امکاناتو د‌ برابرولو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS