په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې هرې کورنۍ شپږ ډوله خوراکي مواد ترلاسه کړل.
د مرستو د وېش پر مهال یتیمانو، کونډو او معلولینو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، چی د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې خپلی همکارۍ نه سپموي او د نورو ورته مرستو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.
په ورته وخت کې د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د مسؤلینو له لوري یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د لازياتو اسانتياوو او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړل شو.