د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Mar 24 2025 1:46 PM
mmd

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالغفار غفوري په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د شهيدانو او معلولينو چارو آمر محترم مولوي رحمت الله حقبین، د ولسوالېو مدیرانو او اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالغفار غفوري د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ریاست په موخو، پلانونو، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت بهیر او همداراز هغوی ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په هکله خبرې وکړې.

هغه همداراز د یاد ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې یو الهي امانت وګڼي او له هر ډول غفلت او بې پروايۍ څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي د دې غونډې په ترڅ کې، د ګډونوالو نظرونه او غوښتنې هم واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې د امکان په صورت کې به ورته پوره رسېدګي وشي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS