د امر بالمعروف نهي عن المنکر او سمع شکاياتو وزارت مرستیال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند کارکوونکو ته اصلاحي وينا وکړه

asad_admin
Mon, Nov 18 2024 9:50 AM

د امر بالمعروف نهي عن المنکر او سمع شکاياتو وزارت د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم شیخ محمد فقیر محمدي نن د ماسپښين لمانځه وروسته د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت اړوند کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون او د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو د یوې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې وویل: د مجاهدینو په بې شمېره قربانېو او سرښندنو او د عامو مسلمانانو د دعاګانو په برکت نن ورځ په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شوی او موږ به د یو بل سره په تعاون، همغږۍ او په ګډه د دې نظام څخه ساتنه وکړو، او د دې نظام  پیاوړتیا او ساتنه  زموږ او ستاسو ذمه وارې او مسؤليت دی.

محترم شیخ محمد فقیر محمدي همداراز زياته کړه: د امربالمعروف او نهي عن المنکر په نوي قانون کې د ټولنې د هر وګړي حقونو ته ځانګړې پاملرنه شوې او حقوق یې خوندي دي او د قرآن عظیم الشان، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د احاديثو او د فقهې په رڼا کې جوړ شوی، چې د مشائخو او علمای کرامو د کره څېړنې او تحقیق وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري منظور شو، او هر ماده یې د شریعت مطابق ده.

هغه همداراز له کارکوونکو وغوښتل چې د پلي کولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د شهيدانو او معلولينو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم د وزارت له کارکوونکو څخه د خوښي په څرګندولو سره وويل:  د دې وزارت کارکوونکو خپل صورتونه او سیرتونه د شریعت مطابق برابر کړي، خپلې ورځنۍ چارې هم په ښه توګه ترسره کوي، او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د هر اړخیز تطبیق لپاره به پوره هڅې وشي.

همداراز د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم په هېواد کې اسلامي نظام د خدای جل جلاله یو ستر نعمت وباله او زياته یې کړه: دا اسلامي نظام خدای جل جلاله خلکو ته د تکلیفونو او قربانيو په مقابل کې ورکړ، د دې نظام رهبري علماء کرام کوي او ورځ په ورځ به قوي او پياوړی کېږي خو زمونږ مسؤلیت دی چې د دې نظام خدمت وکړو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS