د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر شهیدانو کورنېو او معلولینو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
Wed, Dec 20 2023 2:42 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د یاد وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست یې ملتیا کوله، بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د شهیدانو له ځینو کورنېو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د شهیدانو له ځینو کورنېو او معلولیت لرونکو وګړو سره په کتنه کې وویل: اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی او د هغوی څخه هر اړخیر ملاتړ کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي تر څنګ د پنجشنبې په ورځ د خواجه الوان دښتې څخه د کابل ارغندې پورې د (۵۰۰) کیلو ولټ د برښنا د پروژې په پرانیست غونډه کې هم ګډون وکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS