د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د مل پلاوي سره په هلمند ولایت کې د وزارت له اړوند ریاست څخه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Tue, Aug 16 2022 3:49 PM
mmd

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د با صلاحیته پلاوي سره د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه.

په دې ارزونه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د دغه ریاست د کارکوونکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته د د یادې ادارې د کارکوونکو عمومي ارزونه وکړه او د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې او مراجعینو ته یې  د ښو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د بودیجې پر شفاف ډول مصرفولو ټینګار وکړل.

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس ښاغلي مولوي سيد ولي فاروق (حاجي مستري) د یاد رياست د بوديجې د لګولو پر مخ پرتې ستونزې او ننګونې په ګوته کړې. د وزارت پلاوي د دې رياست د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه د هلمند ولایت له والي سره وکتل.

د هلمند والي الحاج مولوي عبدالاحد طالب د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ننګونو او په ځانګړې توګه د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف په اړه غونډه راوبلله.

والي اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د دوې چارې بشپړې کړي، د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هلمند د والي مرستيال مولوي مبارک، د مستوفيت رئيس مولوي عبدالرب حنيف نصري، د امنيې قوماندان حاجي ملا عبدالاحمد فضلي، د استخباراتو رئيس الحاج ابو خالد او د احصائیې او معلوماتو رئیس حافظ محمد رباني هېواد هم ګډون درلود.

د يادونې وړ ده، تر دې وړاندې ښاغلي مولوي کليم الله افغان د مل پلاوي سره د اروزګان او فراه ولايتونو د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو څخه هم ارزونه کړې وه،  ټاکل شوې چې یاد پلاوی به د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه هم لیدنه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS